د طالبانو د سياسي دفتر مشر وټاكل شو.

په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر مشرۍ ته مولوي شير محمد عباس ستانكزى وټاكل شو. نوموړى پخوا ددې دفتر سرپرست وو.

421684
د طالبانو د سياسي دفتر مشر وټاكل شو.

د پاكستان ايكسپرس تريبيون د ورځپاڼې د معلوماتو په اساس ستانكزى د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور لخوا په دې دنده ګمارل شوى دى.
مولوى شير محمد چې د طالبانو د ليكو پخوانى غړى دى د ډپيلوماټيكي اړيكو په برخه كې يې پخوا هم دنده اجرا كړې ده. نوموړى د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د عامې روغتيا د وزارت معين وو. سربېره پر دې د قطر د دفتر د موسسينو د جملې نه هم شمېرل كيږي. ستانكزى د قطر د دفتر پخوانى معاون وو. وروسته له هغې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې خبر خپور شو، د سياسي دفتر مشر سيد طيب اغا استعفا وكړه او لنډه موده وروسته ستانكزى د سرپرست په توګه وټاكل شو.
ويل كيږي چې ستانكزى ۶۰ كاله عمر لري او د سياسي علومو په برخه كې يې د ماسټرۍ تر بريده زده كړې كړي دي.
ويل كيږي د قطر د سياسي دفتر د معاونيت دنده عبدالسلام حنيف ته وسپارل شوه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه