په كابل كې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ د بريد خبردارى

په كابل كې د امريكا د متحدو ايالتونو د سفارت لخوا خبر دارى وركړل شوى دى چې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ باندې د يو هر اړخيز بريد لپاره تيارى نيول كيږي.

391141
په كابل كې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ د بريد خبردارى

د سفارت په اعلاميه كې راغلي دي چې سبا ته د تلې د مياشتې په ۱۹مه نېټه كيداى شي په كابل كې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ باندې په چاودېدونكو موادو بار د يو موټر په واسطه ځانمرګى بريد ترسره شي.
په اعلاميه كې همداراز پر امريكايي هېوادوالو باندې غږ شوى دى چې اړينو حالاتو پرته دې افغانستان ته سفر نه كوي او په افغانستان كې مېشت امريكايان دې د بېرته تګ لارې چارې ولټوي. د اعلاميې له مخې د افغانستان امنيتي حالات ترينګلي ښودل شوي دي او د امريكايي هېوادوالو لپاره له خطره ډك بلل شوى دى.
تر اوسه پورې افغان امنيتي ځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه