جنرال کمپل:طالبان نن وي او که سبا سولې مذاکراتو ته به غاړه کیږدي

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د ځواکونو عمومي قومندان جنرال کمپل ویلي دي چې طالبان نن وي او که سبا خامخا به د افغان دولت سره د سولې مذاکرات پیل کړي.

390054
جنرال کمپل:طالبان نن وي او که سبا سولې مذاکراتو ته به غاړه کیږدي

امریکايي قومندان جان کمپل دا څرګندونې د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو کمیټې ته په وینا کې وکړې. هغه وویل چې د طالبانو په مشرتابه کې د بدلون له امله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د سولې د مذاکرات بهیر وځنډید. هغه زیاته کړه چې کیدای شي دا مخالفتونه یو څه موده نور هم په همدې شان دوام وکړي.
کمپل وویل خو دا مخالفت دوامداره ندی. هغه وویل چې زما په اند طالبان بالاخره د افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته غاړه ږدي. هغه زیاته کړه چې همدا اوس هم ۷۰ سلنه طالبان د افغان حکومت سره د سولې د مذاکراتو پلوي کوي.
یواځې د طالبانو نوی مشر تابه او شاوخوا يي مخالفت څرګندوي. دا مخالفت به هم دایمي نوي.
د یادولو وړ ده چې افغان حکومت او طالبانو تر اوسه پورې یواځې یو ځل مخامخ مذاکرات کړي دي.
په پام کې وه چې د سولې د مذاکراتو دویم پړاو هم ترسره شي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر د خپریدو سره سم وځنډول شول. د طالبانو نوي مشر محمد اختر محمد منصور بیا د افغان حکومت سره مذاکرات رد کړی او د جګړې په دوام يي ټینګار وکړ.



پيوندونه:

اړوند خبرونه