په جلال آباد کې د امریکا اړوند الوتکې سقوط وکړ
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد د هوايي ډګر ترڅیرمه د امریکا اړوند د الوتکې د سقوط له امله ګڼ شمیر امریکايي سرتیري وژل شوي دي
د افغانستان په ختیځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د امریکا اړوند د یوې C130 هر کولس ډوله الوتکې د سقوط نه خبر ورکړ شوی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دی چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې ۶ تنه يي امریکایان دي.
د امریکا د دفاع د وزارت د ویاندانو نه برایان تریبوس خبري رسنیو ته ویلي دي چې د تیرې شپې په نیمايي کې د جلال آباد د هوايی ډګر ترڅیرمه ددوی اړوند یوې C130 هرکولس ډوله الوتکې سقوط وکړ چې له امله ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورګړی دی.
نوموړي ویلي دي چې د پیښې د قربانیانو نه ۶ تنه امریکايي او ۵ تنه هم ملکي همکاران دی. ویاند د الوتکې د سقوط د له لامل په اړه څه ندي ویلي .
د بله پلوه طالبانو د نوموړې الوتکې د ویشتلو ادعا کړې ده . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د امریکا الوتکه ددوي لخوا په یو رسا برید کې ویشتل شوې او راغورځول شوې ده.
مجاهد پدې پیښه کې د ۱۵ تنو د وژل کیدو ادعا کړې ده. خو دا لا معلومه نده چې الوتکه د تخنیکي ستونزې او یا د کوم بل لامل له امله سقوط شوې ده.