ملي امنیت په ننګرهار کې ۵ تنه ترهګر ونیول

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په ننګرهار ولایت کې د پنځو تنو برید کوونکو د نیولو نه خبر ورکړ.

352424
ملي امنیت په ننګرهار کې ۵ تنه ترهګر ونیول

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دوی منسوبینو د ننګرهار ولایت د اومې ناحیې په مربوطاتو کې د دوه سرکه په سیمه کې د قومندان خالد د ترهګریزې ډلې پنځه تنه غړي په ګڼ شمیر وژنو، چاودنو او ترهګریزو فعالیتونو تورن دي ونیول.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې ددې کسانو سره یو شمیر وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دې کسانو د هیواد د مخورو کسانو د ترور، چاودنو او بریدونو هوډ درلود خپلې موخې ته د رسیدو نه د مخه ونیول شول.
د نوموړو د نیولو سره په سیمه کې د یوې فاجعې مخه ونیول شوه.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه