په سمنګان کې چاودنه وشوه

د افغانستان په شمال کې د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې چاودنه وشوه .

390657
په سمنګان کې چاودنه وشوه

د سیمې د امنیتي سرچینې د خبر له مخې پدې چاودنه کې ۵ تنه ټپیان شوي دي .
د سمنګان ولایت د پولیسو مشر محمد باقر مسعود خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د غرمې نه مخکې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د ایبک په ښار کې په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوي چاودیدونکي توکي وچاودیدل.
په پیښه کې ۵ تنه ټپیان شوي دي. نوموړي ویلي دا لا معلومه نده چې ددې برید اصلي هدف څوک وو.
هغه زیاته کړې چې په برید کې د سمنګان ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مالي او اداري مشر هم ټپي شوی دی.
د ټپیانو په منځ کې یوه ښځه هم شتون لري. د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال شوي او د درملنې لاندې قرار لري.
د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي. د برید مسولیت تر اوسه د کوم کس یا ډلې لخوا په غاړه ندی اخیستل شوی.



پيوندونه:

اړوند خبرونه