کونړ په مرکز اسعد آباد په ښار کې چاودنه وشوه

د افغانستان په ختیځ د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې چاودنې نږدې ۳۰ تنه ټپیان کړل.

390724
کونړ په مرکز اسعد آباد په ښار کې چاودنه وشوه

د کونړ ولایت یوې امنیتي سرچیني د ترکیې غږ راډیو ته وویل چې چاودنه نن د غرمې نه مخکې د اسعد آباد د ښار په منځ کې د خلکو په ګڼه ګوڼې کې شوې ده . هغه زیاته کړه چې ترهګرو چاودیدونکي توکي د برښنا په یو صندوق کې ځای په ځای کړي وو .
سرچینې وویل چې په چاودنه کې نږدې ۳۰ ټپیان شوي دي . د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال شوي او د درملنې لانډې قرار لري.
په پيښه کې ځینې کسان په سر سري توګه ټپیان شوي وو چې د خپو په سر د روغتیايي مداخلې نه وروسته رخصت شوي دي.
ویل کیږی په پيښه کې ټول ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې نن په همدې ساعتونو کې د افغانستان په شمال کې د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې هم چاودنه وشوه چې له امله يي ۵ تنه ملکي وګړي ټپیان شول.




پيوندونه:

اړوند خبرونه