طالبانو د غزني په زندان د برید سره په سلګونو زندانیان تښتولي دي
طالبانو د غزني په مرکزي زندان د برید سره خپل ګڼ شمیر ملګري تښتولي دي
د افغانستان د غزني په ولایت کې طالبانو په مرکزي زندان وسله وال برید وکړ. د غزني ولایت د چارواکیو په وینا طالبانو پرون شپه د غزني په مرکزي زندان برید وکړ چې له امله يي په سلګونو تنه زندانیان په تیښته بریالي شوي دي.
د غزني د والي مرستیال خبري رسنیو ته ویلي دي چې وسله وال طالبانو تیره شپه لومړی د مرکزي زندان په مخکې د موټر په مټ ځانمرګی برید وکړ او وروسته يي په زندان راکټي بریدونه ترسره کړل. د بریدونو نه وروسته زندان ته ننوتي او ګڼ شمیر زندانیان يي خوشې کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د غزني په مرکزي زندان د برید سره يي امنیتي ځواکونو ته درانده ځاني زیانونه اړولي دي.
مجاهد ویلي دي چې پدې برید کې ۴۰ تنه افغان پولیس او د زندان ساتونکي وژلي دي. خو د غزني مرستیال والي بیا په پیښه کې د ۴ تنو پولیسو د وژل کیدو او ۷ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی .
د غزني د والي مرستیال ویلي دي ګمان کیږي چې پدې پیښه کې د ۱۵۰ نه تر ۳۵۰ تنو پورې زندانیان تښتیدلي وي. ویل کیږي طالبانو ددې برید سره خپل یو زیات شمیر زنداني قومندانان او ملګري تښتولي دي.
همداشان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د پیښې پخلي وکړ او وویل چې پدې برید کې ټولټال ۳۵۵ تنه زندانیان په تیښته بریالي شوي دي. د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پیښې د څیړنې په موخه يي یو هیت سیمې ته استولې دی. په خبرپاڼه کې د ۴ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی.
د ویلو ده چې طالبانو څلور کاله د مخه په قندهار ولایت کې هم په مرکزي زندان دیته ورته یو برید کړی وو. په هغه برید کې هم په سلګونو تنه زندانیان خوشې کړي وو.