په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ترمنځه خونړۍ نښته شوې

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو او داعش د ډلو ترمنځه د سختو نښتو ته خبر ورکړ شوی دی.

374367
په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ترمنځه خونړۍ نښته شوې

د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یاد شوي ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځه خونړۍ نښته وشوه چې له امله يی د دواړو خواوو نه ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
نوموړي ویلي دي چې پدې نښته کې د سیمې یو زیات شمیر کورونو ته هم زیان اوښتی دی .
مشرقیوال وویل چې پدې نښته کې ملکي وګړو ته هم د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. یو زیات شمیر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې د طالبانو او داعش ترمنځه هله د نښتو نه خبر ورکول کیږي چې پخپله د طالبانو په منځ کې هم جدي ستونزې پیدا شوي دي.
د طالبانو ترمنځه خپل منځني اختلافات د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ژوریدو دي. همداشان دوه ورځې د مخه د هلمند ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې هم د طالبانو ترمنځه خپل منځنۍ نښتې شوې وې.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه