طالبانو په فاریاب ولایت کې قتل عام ترسره کړ
طالبانو د افغانستان په شمال کې د فاریاب په ولایت کې ۲۵ تنه سیمه ییز خلک چې د امنیتي ځواکونو نه ملاټړ په خاطر سیمې ته تللي وو په قتل ورسول
طالبانو د افغانستان په شمال د فاریاب ولایت د شیرین تګاب په ولسوالئ کې ۲۵ تنه سیمه ییز ملیشه ووژل.
د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال محمد طاهر رحماني د اناطولیا خبري اژانس ته وویل چې طالبانو د شیرین تګاب ولسوالئ د استانه بابا په سیمه کې ۲۵ تنه سیمه ییز ملیشه چې د امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ په خاطر سیمې ته تللي وو په یو کمین کې ووژل.
نوموړي ویلي دي چې طالبانو نوموړي ۲۵ تنه سیمه ییز ملیشه ونیول او وروسته د یو بازار په منځ کې ووژل. رحماني وویل چې د وژل شوو کسانو جنازې کورنیو ته ورته سپارلي دي.
د بله پلوه د شیرین تګاب ولسوال سید لقمان بیا ویلي دی چې د استانه بابا سیمه د یو ورځ وروسته بیرته د طالبانو لخوا نیول شوې ده.
نوموړي وویل چې طالبانو ۲۵ تنه سیمه ییز ملیشه وژلي او یو زیات شمیر نور يي ټپیان کړي دي.
د ویلو ده چې دا پیښه یوه ورځ وروسته د هغه د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سرپل ولایت ته د تلو نه وروسته رامنځته شوه .