د افغانستان ملي امنیت په خوست کې د حقاني شبکې ته ستر ګوزار ورکړ

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په خوست ولایت کې د حقاني د شبکې د لسو تنو ترهګرو د نیولو نه خبر ورکړ.

370067
د افغانستان ملي امنیت په خوست کې د حقاني شبکې ته ستر ګوزار ورکړ

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددوي منسوبینو په خوست ولایت کې د حقاني د شبکې لس تنه غړي چې په یاد ولایت کې د بریدونو، چاودنو او ځانمرګیو هوډ درلود او په یو زیات شمیر نورو ورانکارانه فعالیتونو تورن دي ونیول.
د نیول شوو ترهګرو سره د یو شمیر وسلو او مهماتو د نیولو نه هم خبر ورکړی دی .
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې نیول شوو ترهګرو ویلي دي چې دوی د خوست ګردیز په لویه لاره کې په ملکي او عسکري موټرو بریدونه ترسره کړي او د نورو بریدونو پلان يي درلود.
ملي امنیت په یاد شوي ولایت کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حقاني د شبکې اړوند د وسلو او مهماتو د پټنځایونو او کشفولو نه هم خبر ورکړی دی .
ملي امنیت ددې کسانو د نیولو سره په خوست ولایت کې د یوې سترې خونړۍ پیښې نه مخه ونیوله .


پيوندونه:

اړوند خبرونه