طالبانو د موسی کلا ولسوالي ونیوله

طالبانو د افغانستان د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده .

369732
طالبانو د موسی کلا ولسوالي ونیوله

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د موسی کلا ولسوالي چې د تیرو څو ورځو راهیسې ددوی لخوا محاصره شوې وه تیره شپه د یو ستر برید په پایله کې ونیول شوه .
پداسې حال کې چې طالبانو د موسي کلا ولسوالۍ د نیولو نه خبر ورکړی دی افغان حکومت ویلي دي چې ولسوالۍ په کامله توګه سقوط ندی کړی او یواځې ځیني برخې د طالبانو لخوا نیول شوي دي.
د موسی کلا ولسوال بیا د رویټرز ته ویلي دي چې ولسوالي د طالبانو لخوا نیول شوې ده . نوموړي ویلي دي چې طالبان د ولسوالۍ مقر ، امنیې قومندانۍ او روغیتايي کلنیک ودانۍ نیولې ده او دوی د سیمې نه په شا شوي دي.
نوموړي ویلي دي چې امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ د بیا نیولو په خاطر د طالبانو سره په جګړه کې بوخت دي.
د بله پلوه د هلمند ولایت مرستیال والي محمد جان رسول یار هم د موسی کلا د ولسوالۍ د سقوط کولو نه خبر ورکړی دی . نوموړي هم ویلي دي چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته روانه ده او په جګړه کې دواړو خواوو ته د پام وړ ځاني زیان اوښتی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه