په ننګرهار کې چاودنه وشوه

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې زوروره چاودنه وشوه .

368944
په ننګرهار کې چاودنه وشوه

د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزي خبري رسنیو ته وویل چې د د ننګرهار ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ریس په موټر چاودنه وشوه چې له امله يي د نوموړي په ګډون ۳ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
پیښه د بهسودو ولسوالۍ د سراچې علي خان په سیمه کې رامنځته شوه .
د پیښې مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د طالبانو لخوا شوی وي.
د پیښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي او پولیسو څیړنې پيل کړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه