په افغانستان کې القاعدې ډلې ته بله لویه ضربه ورکړل شوه

په افغانستان کې د القاعدې د ډلې یو جګپوړی قومندان ووژل شو.

369003
په افغانستان کې القاعدې ډلې ته بله لویه ضربه ورکړل شوه

د افغانستان په شمال کې د قندوز په ولایت کې د القاعدې مشر ابو خذیفه ووژل شو.
د قندوز ولایت د امنیې قومندان جنرال محمد قاسم جنګلباغ د اناطولیا خبري اژآنس ته ویلي دي چې د القاعدې مشر ابو خذیفه د افغان ځواکونو د هوايي برید په پایله کې وژل شوی دی . نوموړي ویلي دي چې پدې عملیاتو کې د ازبکستان د جندالله د ترهګریزې ډلې ۳ تنه غړي هم وژل شوي دي.
د عملیاتو پر مهال دوه تنه ازبک ترهګر نیول شوي دي.
نوموړي ویلي دي چې ابو خذیفه د قندوز ولایت د چار درې ولسوالۍ د رحمت بای په سیمه کې وژل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې ابو خذیفه د القاعدې دویم مشر دی چې پدې لنډه موده کې په افغانستان کې وژل کیږي.
یوه لنډه موده د مخه د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې هم د القاعدې نامتو مشر ابو خلیل السوډاني د امریکايي ځواکونو د هوايي عملیاتو په پایله کې وژل شوی وو.



پيوندونه:

اړوند خبرونه