د هلمند د ګرشك په ولسوالۍ كې چاودنه

د هلمند ولايت د ګرشك د ولسوالۍ په مقر كې د يوې چاودنې په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې ۳ تنه ټپيان شوي دي.

320932
د هلمند د ګرشك په ولسوالۍ كې چاودنه

د امنيتي ځواكونو د معلوماتو په اساس چاودنه د ځانمرګي بريدګر په واسطه ترسره شوې ده. ويل كيږي چې بريد ګر چاودېدونكي مواد په خپلو بوټانو كې ځاى پر ځاى كړي ول چې د تلاشۍ پر مهال يې وچاودل.
په پېښه كې ۳ تنه پوليسان ټپيان شوي او ځانمرګى بريدګر وژل شوى دى.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه