په كابل كې خونړۍ چاودنه

بېګا شپه د كابل ولايت د شاه شهيد په سيمه كې په چاودېدونكو موادو بار د يو موټر د چاودنې په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او په سلګونو نور ټپيان شول.

317755
په كابل كې خونړۍ چاودنه


بېګا شپه د كابل ولايت د شاه شهيد په سيمه كې په چاودېدونكو موادو بار د يو موټر د چاودنې په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او په سلګونو نور ټپيان شول.
چاودنه دومره زوروه وه چې شاوخوا ټولو ودانيو ته يې مالي زيان اړولى دى. يو څو پوړيزه ماركېټ په ټوليزه توګه ويجاړ شوى او څو سوه متره لرې استوګنځايونو ته زيان رسېدلى دى.
د روغتيايي چارواكو په وينا شاوخوا ۴۰۰ تنه ټپيان شوي دي چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي.
ويل كيږي چې دا چاودنه د ځانمرګي بريد كوونكي لخوا په چاودېدونكو موادو بار يوې لارۍ په واسطه ترسره شوې ده. د چاودنې په سيمه كې د ملي اوردو يو مركز هم موقعيت لري.
د امنيتي چارواكو د معلوماتو په اساس د بريد ټول قربانيان ملكي وګړي دي.
په كابل كې ځانمرګى بريد په داسې حال كې ترسره كيږي چې د څو اونيو راهيسي حالت نسبتاً ښه دي. د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره هيلې غوړېدلي دي.
د يادولو وړ ده چې پرون د لوګر ولايت په مركز پل علم كې هم ځانمرګى بريد وشو چې پكې ۶ تنه ووژل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه