افغان کډوال چې د یو اروپايي هیواد د تابعیت په خاطردین پریښی رد ش

یو تن افغان کډوال چې د سویډن د تابعیت د ترلاسه کولو په خاطر يي خپل دین هم پریښې دی او مسیحیت يي قبول کړی دی د سویډن لخوا د هیواده شړل کیږي.

310514
افغان کډوال چې د یو اروپايي هیواد د تابعیت په خاطردین پریښی رد ش

نوموړي افغان کډوال په ترکیه کې د افغان کډوالو سره د مرستې او همدردۍ انجمن ته ویلي دي چې دی څلور کاله د مخه سویډن ته تللی دی او د تابعیت د ترلاسه کولو په خاطر يي وړاندیز کړی دی .
نوموړي ویلي دي چې د سويډن حکومت ورته تابعیت ندی ورکړی او د بیرته يي افغانستان ته د استولو په خاطر یو کمپ ته استولی دی .
نوموړي افغان چې د خپل نوم او هویت د افشا کولو نه ډډه کړې ویلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې مسیحیت دین قبول کړی دی چې د سویډن حکومت پدې پوهیږي او ددې سره سره دا هیواد نه شړي.
نوموړي ویلي که چیرې افغانستان ته واستول شي دا به ژوندي پاتې نشي.
نوموړي د سویډن د کډوالو په ادارې په نیوکو سره ویلي دي چې سره ددې چې په افغانستان د روانو حالاتو په اړه پوره اګاهي لري خو بیا هم دا د هیواد نه شړي. نوموړي ویلي دي د سويدن د کډوالو اداره دا په لوی لاس مرګ ته استوي.
نوموړي ویلي دي چې د سويډن د کډوالو ادارې تر اوسه پورې دده هویت ندی تایید کړی. نوموړي ویلي دي چې د خپل هویت د معرفي او تایید په خاطر به په نوموړي هیواد کې د افغانستان د سفارت نه مرسته وغواړي. نوموړي ویلي دي چې نه غواړي بیرته افغانستان ته ستون شي.
هغه ویلي دي د اسلام د دین د پریښودو له امله د فیسبوک له لارې ډیر زیات تهدیدونه ترلاسه کړي او که چیرې افغانستان ته ستون شي ژوندی به پاتي نشي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه