به ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې خونړی برید

د امریکا د متحدو ایالتونو اړوند بې پیلوټه الوتکو د ننګرهار د ولایت به مربوطاتو کې د هوایي برید په پایله کې ۲۸ تنه ووژل شول.

380738
به ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې خونړی برید

د ننګرهار د ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزي خبریالانو ته وویل چې دا برید د هسکې مېنې د ولسوالۍ به مربوطاتو کې د ‌طالبانو د یوې غوندې پرمهال شوی دی. د عبدالزي په وینا په برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
په دې وروستیو څو اونیو کې د افغانستان به ختیځ کې او په تېره بیا د ننګرهار په ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر شوي دي. تر اوسه پورې په دې بریدونو کې تر ۱۰۰ تنو زیات طالب او داعش اورپکي وژل شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه