په قندوز کې خونړۍ چاودنه وشوه

د قندوز ولایت د کونه ګرد په سیمه کې خونړۍ چاودنه وشوه چې ۱۳ تنو ته يی مرګ ژوبله واړوله

379019
په قندوز کې خونړۍ چاودنه وشوه

 د افغانستان په شمال کې د قندوز په ولایت کې خونړۍ چاودنه وشوه .
د قندوز د امنیتي سرچینو د خبر له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د نوموړي ولایت د کونه ګرد په سیمه کې د پولیسو په یو رینجر موټر چاودنه وشوه.
ویل کیږي په سړک کې د ځای په ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې رامنځته شوه .
په پیښه کې دوه تنه ملکي وګړي مړه او د دوو تنو پولیسو په ګډون ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د قندوز ولایت د روغتیا مسولینو بیا د مړو شمیره ۳ تنه او د ټپیانو شمیره ۱۰ تنه ښودلې ده .
د برید مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د طالبانو لخوا شوی وي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه