د حماس دوه پر مختللي توغندي

په غزه كې د حماس د ډلې نظامي څانګې عزالدين القسام ځواكونو څرګنده كړه چې دوه نوي پرمختللي توغندي يې جوړ كړي دي.

338414
د حماس دوه پر مختللي توغندي

ددې ځواكونو وياند ابو عبيده، پر غزې باندې د اسراييلو د تېر كال د جولاى د مياشتې د اومې نېټې د بريد په لومړۍ كليزه كې يوې خبري غونډې ته وويل چې پوهانو يې دوه پرمختللي توغندي جوړ كړي دي. دې توغنديو ته د تېر كال په بريدونو كې د حماس د وژل شوو مشرانو محمد ابو شماله او رياض عطار نومونه وركړل شوي دي.
ابو عبيده وويل چې `` نن موږ غواړو چې د خپلو ځينو نظامي وسلو په اړه معلومات دركړو. ددې وسلو وړتيا به په راتلونكې وخت موږ ته څرګنده كړي.``
د اسراييلو ځواكونو د تېر كال د جولاى د مياشتې په اومه نېټه پر غزې باندې هوايي او ځمكني بريدونه پيل كړل چې ټول يې ۵۱ ورځې دوام وكړ. په دې بريدونو كې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲ زره ۱۵۷ تنو خپل ژوند له لاسه وركړ او تر ۱۱ زرو نه زيات كسان ټپيان شول.
په بريدونو كې ۱۷ زره ۲۰۰ كورونه، ۷۳ مسجدونه او ۲۴ ښوونځي هم ويجاړ شول. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا ۵۰۰ زره كسان بې كوره شوي دي.
په متقابله جګړه كې بيا د اسراييلو لخوا ۶۶ تنه سرتېري، ۴ ملكيان او بهرنى وګړى ووژل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه