د طالب – داعش د جګړې په اړه د حزب اسلامي اعلامیه

د ګلبدین حکمتیار به مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د یوې اعلامیې به خپرولو سره څرګنده کړه چې د ‌طالب اورپکو او داعشي جنګیالیو ترمېنځ به احتمالي نښته کې به له داعشه ملاتړ وکړي.

333217
د طالب – داعش د جګړې په اړه د حزب اسلامي اعلامیه

د حزب اسلامي به اعلامیه کې راغلي دي چې ‍ که چېرې د ‍‍‍ٔ«امارتي طالبانو» او د اسلامي دولت سره د یو ځای شوو طالبانو ترمېنځ نښته وشي نو باید د داعشي جنګیالیو نه ملاتړ وشي.
په اعلامیه کې همدا راز طالبان، نظار شورا او کمونستان د حزب اسلامي دښمنان بلل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې پخوا یو شمېر پخوانیو طالبانو خپلې لیکې بدلې کړې وې او داعش د جنګیالیو سره د یو ځای کېدو اعلان یې کړی وو. اوسمهال د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې د داعش د فعالیتونو په اړه راپورونه خپریږي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې به هلمند ولایت کې داسې ویډیو خپره شوه چې ظاهراً پکې د داعش اورپکي خپل مخالف طالب جنګیالي وژني.
حزب اسلامي لومړنی سازمان دی چې په افغانستان کې په ښکاره توګه د داعش ملاتړ کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه