طالبانو د لومړي ځل لپاره داعش ته خبرداری ورکړ

طالبانو د داعش ډلې ته د یو لیک په استولو سره خبرداری ورکړ.

307315
طالبانو د لومړي ځل لپاره داعش ته خبرداری ورکړ

طالبانو د داعش ډلې ته د یو لیک په استولو سره خبرداری ورکړ.
داعش چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د ساحې د پراخولو په لټه کې دی طالبانو د داعش د ډلې مشر ته د یو لیک په استولو سره په افغانستان کې د فعالیتونو د درولو خبرداری ورکړ.
ویل کیږي طالبانو دا خبرداری هله ورکړ چې ځینو طالبان د داعش په لیکو کې یو ځای شوي دي.
لیک د طالبانو د سیاسي کمیټې د مشر ملا اختر منصور لخوا د داعش د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي ته لیک شوی دی . ملا اختر منصور پدې ۴ پاڼیز لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې طالبان په افغانستان کې د جهادي فعالیتونو ته یواځې د خپل بیرغ لاندې اجازه ورکولی شي.
د ویلو ده چې طالبانو دا لیک په یو ډیره نرمه لهجه لیکلی دی . په لیک کې داعش ته د دین د ورورنو خطاب شوی دی او ترینه غوښتنه شوې ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.
همداشان په لیک کې داعش ډلې ته خبرداری ورکړ شوی دی که چیرې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او په هیواد کې ددوې لاسته راوړنې د تهدید سره مخامخ شي دوی مجبور دي چې ددې مداخلې ځواب ووایي.
د یادولو وړ ده چې داعش د افغانستان په یو زیات شمیر سیمو کې په فعالیت پیل کړی دی او ځیني روزنیز کمپونه يي هم جوړ کړي دي. همداشان یو څه موده د مخه د افغانستان په ختیځ کې د داعش او طالبانو ترمنځه په نښته کې په لسګونو تنه طالبانو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د طالبانو لخوا داعش ته دې خبرداري د نړۍ په مطبوعاتو کې پراخه انعکاس موندلی دی . د داعش ډلې بیا تر اوسه پورې د طالبانو د لیک ځواب ندی ورکړی دی .
داعش د مسلې په اړه څه ندي ویلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه