په كندهار كې د ۱۶ تنو افغانانو د قاتل نوى ليك

رابرټ رابرټ بېلز چې په ۲۰۱۲م كال كې يې د كندهار د ولايت په مربوطاتو كې په دوو كليو باندې د بريدونو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ملكي وګړي وژلي ول د يو ليك په ترڅ كې د خپلو مجازاتو د تخفيف غوښتنه كړې ده.

296720
په كندهار كې د ۱۶ تنو افغانانو د قاتل نوى ليك

 رابرټ بېلز چې په ۲۰۱۲م كال كې يې د كندهار د ولايت په مربوطاتو كې په دوو كليو باندې د بريدونو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ملكي وګړي وژلي ول د يو ليك په ترڅ كې د خپلو مجازاتو د تخفيف غوښتنه كړې ده.
بېلز په خپل ليك كې د امريكا د ``ليويس مك كورد`` په نامه د مشتركې نظامي هډې يو قوماندان ته ليكلي دي چې په عراق او افغانستان كې يې د ۴ ځله نظامي خدمت پرمهال خپله عاطفه او رحم له لاسه وركړى وو او د افغانانو او عراقيانو پر وړاندې يې د رحم احساس نه كولو.
بېلز چې دا ليك د تېر ميلادي كال په پاى كې ليكلى دى په يوې برخه كې راغلي دي چې `` په تېرو لسو كلونو كې مې جګړه او نفرت وكرلو چې حاصل يې تاوتريخوالى وو.``
بېلز چې اوسمهال په امريكا كې په يو زندان كې بندي دى ليكلي چې `` اوس په دې پوهيږي چې هغه څه چې پخوا ده كول، غير نورمال ول.``
دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د نظامي چارواكو يو تن وياند څرګنده كړه چې د مجازاتو د تخفيف وړانديز نه دى منل شوى او دوسيه يې يوې نظامي محكمې ته لېږل شوې ده.
رابرټ بېلز چې په اصل كې د امريكا د اوهايو د ايالت اوسېدونكى دى متاهل او د دوو ماشومانو خاوند دى.


د ۲۰۱۲م ميلادي كال د مارچ په مياشت كې بېلز په داسې حال كې چې نشه وو په كندهار كې له نظامي هډې پخپل سر ووت او هډې ته څېرمه په دوو كليو كې يې د ۱۷ ښځو او ماشومانو په ګډون په ۲۲ تنو باندې ډزې وكړې. ويل كيږي چې په دې عاموژنه كې ۱۶ تنه افغانان ووژل شول.
ددې پېښې نه وروسته په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو پر وړاندې د خلكو پراخه غبرګون را وپارېد. بېلز په چټكۍ سره له كندهاره بګرام او بيا امريكا ته ولېږل شو.
دا په داسې حال كې ده چې د اسوشېټېد پرس د خبري اژانس د معلوماتو په اساس رابرټ بېلز د يوې هوكړې له مخې د اعدام د سزا د ترلاسه كولو نه ژغورل شوى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه