ملي امنیت د کابل په زړه کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په کابل کې د پارک پالس په نامه د بهرنیانو په میلمستون د خونړي برید طرح کوونکي چې په کابل کې د یو لوی برید هوډ درلود ونیول

291828
ملي امنیت د کابل په زړه کې  د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په کابل کې د بهرنیانو په میلمستون د خونړي برید چې په پایله کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو طرح کوونکي ونیول.
د افغانستان د ملي امنیت لخوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په کابل کې د بهرنیانو د پارک پالس په میلمستون د ترهګریز برید طراحان ونیول شول.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې نیول شوي کسان د حقاني د شبکې غړي دي.
نیول شوو کسانو چې یو يي د میدان وردګ ولایت حلریز لسوالۍ او بل يي د بغلان ولایت اوسیدونکی دی د کابل د سنګ نوشتې په سیمه کې ونیول شول.
نیول شوو کسانو په په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی او ویلي دي چې د برید پلان د پاکستان د پيښور په ښار کې د حقاني د شبکې لخوا جوړ شوی وو.
نیول شوو کسانو ویلي دي چې دوی د امریکا د پراختیايي ادارې د جعلي کارت نه په استفادې سره سیمې ته راغلي وو او خپل پلان يي عملي کړی وو.
د برید اصلي پلان د حقاني د شبکې د یو تن قومندان قاري عبدالله چې په انس مشهور دی جوړ شوی دی . همداشان برید کوونکی د پاکستان نه د برید په خاطر کابل ته راستول شوی وو او د خپلو همکارانو په واسطه په یاد شوي میلمستون کې ځای په ځای کړی شوی وو.
ویل کیږي برید کوونکو په تحقیقاتو کې ویلي دي چې د میدان وردګ ولایت په بریدونو کې هم لاس درلودلی دی .
همداشان نیول شوو کسانو ویلي دي چې د کابل تر ټولو په مهمې د مسعود په څلور لارې کې د یو لوی ځانمرګي برید پلان درلود چې د ملي امنیت لخوا ونیول شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه