په بلخ ولایت کې د یوې مرستندویه ټولنې ۹ تنه کارګر ووژل شول
د افغانستان په شمال کې د بلخ په ولایت کې نامعلومو وسله والو د یوې مرستندویه ټولنې ۹ تنه کارګر ووژل
300544
د افغانستان په شمال کې په بلخ ولایت کې نامعلومو وسله والو کسانو د یوې مرستندویه ټولنې ۹ تنه کارګر ووژل . ویل کیږي په وژل شوو کسانو کې یوه ښځه هم شتون لري.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نوموړو قربانیانو د یوې غیرې دولتي خیریه ټولنې لپاره کار کولو . نوموړي کسان پرون شپه په ناوخته ساعتونو کې ووژل شول.
ویل کیږي وسله والو کسانو د نوموړو کارګرو په پاتې کیدو په ځای برید کړی وو. ددوی د ساتونکي د وژلو نه وروسته يي کارګر هم وژلي دي.
د بله پلوه د سیمې چارواکیو ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې یوه ښځه هم شتون لري. د پيښې مسولیت تر اوسه پورې چا په اړه ندی اخیستی.
د بلخ ولایت چارواکیو ویلي دي چې دا لا څرګنده نده چې دا کسانو د چا لخوا او ولې وژل شوي دي . د پیښې په اړه څیړنې دوام لري.