په کابل کې د بهرنیانو په میلمستون ډله ییز ځانمرګی برید وشو
د افغانستان په پلازمینه کابل د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې د بهرنیانو په یو میلمستون ډله ییز برید شوی دی
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې د بهرنیانو په یو میلمستون ډله ییز برید شوی دی. د ویلو ده چې د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې ډیری د بهرنیو هیوادونو سفارتخانې او ډیپلوماتیکې نماینده ګئ شتون لري.
په سیمه کې د یو زیات شمیر چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. د کابل د پولیسو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې یوې ډلې ځانمرګیو برید کوونکو چې په درندو او سپکو وسلو سمبال دي د بهرنیانو په یو میلمستون برید وکړ . برید کوونکو په سیمه کې یو زیات شمیر د لاسي بمونو بریدونه کړي دي.
په سیمه کې عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د چاودنو د غږونو سربیره د ډزو غږونه يي هم اوریدلي دي.
ویل کیږي برید د شپې د څه باندې ۱۱ بجو په شاوخوا کې پيل شوی وو چې تر ګهیځه يي دوام پیدا کړ.
د یادولو وړ ده چې په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي . د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال محمد ایوب سالنګي خبري د خپل ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې برید د ۴ تنو برید کوونکو په وژلو سره پایته رسیدلی دی. نوموړي ویلي دي چې پولیسو د ۴ تنو برید کوونکو د مړو سربیره د هغوې نه پاتې یو ار پي جي راکټ ، دری میلیونه کلاشینکوف او یو لاسي بم هم نیولي دي. نوموړي ویلي دي چې دا یو ناکام برید وو او په برید کې چا ته ځاني زیان ندی اوښتی.
د کابل نه ځینو سرچینو ویلي دي چې دا برید د کابل د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني اړوند په یو میلمستون ترسره شوی دی .
د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې برید ددوی لخوا شوی دی . نوموړي په برید کې یو زیات شمیر بهرنیو او کورنیو میلمنو ته د ځاني زیان اړولو ادعا کړې ده .
همداشان دوه اوونئ وړاندې هم یوې ډلې ځانمرګیو برید کوونکو د کابل د نوي ښار په سیمه کې د بهرنیانو په یو میلمستون برید وکړ چې په بایله کې د ۹ تنو بهرنیانو په ګډون ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.