اردوغان: زما لپاره د مصر ولسمشر محمد مرسي دى.

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د رسمي ليدنو په موخه د بوسنيا هېواد ته تللى دى د نوموړي هېواد د ولسمشرۍ د شورا د ريس او غړو سره د ليدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه كې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

282203
اردوغان: زما لپاره د مصر ولسمشر محمد مرسي دى.

اردوغان وويل چې `` زما لپاره د مصر ولسمشر كودتاچي سيسي نه بلكې محمد مرسي دى.``
اردوغان د مصر د خلكو د رايو په واسطه ټاكل شوي ولسمشر محمد مرسي ته د اعدام د سزا له امله يو ځل بيا په اروپايي ټولنې او نړيوالې ټولنې باندې نيوكه وكړه. اردوغان اروپايي ټولنې ته په خطاب كې وويل چې `` په اروپايي ټولنه كې د اعدام پر سزا بنديز لګول شوى دى. كه چېرې په ټولنه كې اعدام بند وي نو اې د اروپايي ټولنې هېوادونو تاسې ولې خپل غږ نه پورته كوئ؟ ولې حقيقت نه وايئ؟ دوى داسې څرګندونې كوي چې فاعل يې معلوم نه وي.``
ولسمشر رجب طيب اردوغان پخوا هم د كودتاچي رژيم لخوا د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي ته د اعدام د سزا په وركولو نيوكه كړې وه.
ولسمشر اردوغان د خپل رسمي ټويټر د حساب له لارې ټولې نړۍ سره په عربي، انګليسي او تركي ژبو باندې ددې بې عدالتۍ په اړه خپل نظر شريك كړى وو.
اردوغان څرګنده كړه چې `` په مصر كې د تحرير په ميدان كې د خپلې سياسي ارادې د لاسته راوړلو په موخه د هغو زرګونو كسانو پر خوا ويشتل شوې هره مرمۍ، په حقيقت كې په ټوله نړۍ كې د مشروع سياست پر سينه لګېدلې ده. كه چېرې نن مرسي ته د اعدام سزا وركول كيږي، دا په حقيقت كې د رايو صندوق ته د اعدام د سزا وركول دي. پر اروپايي ټولنې او د نړۍ په هېوادونو غږ كوم: آيا ستاسې په `هېوادونو` كې پر اعدام بنديز نه دى لګول شوى؟ ولې هېڅ نه كوئ؟ ولې چوپه خوله ياست؟``


پيوندونه:

اړوند خبرونه