کابل کې په میلسمتون د برید په پایله کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د کابل امنیتي مسولینو ویلي دي چې تیره شپه په میلمستون د برید په پایله کې د ۹ تنو بهرنیانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي دي
د کابل امنیتي مسولینو نن وویل چې تیره شپه د بهرنیانو په میلسمتون په برید کې د ۹ تنو بهرنیانو په ګډون ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي پدې برید کې ۴ تنو هندي، ۲ تنو پاکستاني، ۱ تن امریکايي، یو تن ایټالیوي ، ۱ تن د قراقستان او ۴ تنو هم افغانانو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د امنیتي مسولینو په وینا پدې برید کې ۱۱ تنو نارینو او دریو تنو ښځو ژوند د لاسه ورکړی دی . ویل کیږي وژل شوې ښځې یوه د امریکا، بله د قزاقستان او بله هم د ایټالیا د هیواد وګړې وه.
همداشان د وژل شوو افغانانو نه یو تن هم د انګلستان تابعیت درلود.
د یادولو وړ ده چې طالبانو تیره شپه د افغانستان په ځايي وخت د شپې د نهو بجو په شاوخوا کې د کابل تر ټولو په مهمه د نوي ښار په سیمه کې د پارک پالس په نامه د بهرنیانو په میلمستون برید وکړ. برید کوونکو د میلمستون امنیتي ساتونکي د خپلو د غورځولو نه وروسته میلمستون ته داخل شول او وروسته د افغان ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول. نښتې ۷ ساعته دوام پيدا کړ.
نښته د برید کوونکو د وژلو سره پایته ورسیده. د یادولو وړ ده چې طالبانو تیر کال هم د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې په یو لبناني رستورانت برید کړی وو چې له امله ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.