کابل کې بهرنیانو په میلمستون برید مسولیت طالبانو په غاړه واخیست
تیره شپه په پلازمینه کابل کې د بهرنیانو په میلمستون د برید مسولیت طالبانو په غاړه واخیست
د افغانستان په پلازمینه کابل کې تیره شپه د بهرنیانو په یو میلمستون د برید مسولیت طالبانو په غاړه واخیست.
د طالبانو ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې برید ددوی لخوا ترسره شوی دی . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې تیره شپه د افغانستان په ځايي وخت د شپې په شاوخوا نهو بجو ددوی یو تن برید کوونکی د تایمني په سیمه کې د پارک پالس په نامه د بهرنیانو په میلمستون چې محفل پکې روان وو او مهمو امریکايي چارواکیو پکې ګډون کړی وو برید وکړ.
د طالبانو ویاند ویلي دي چې برید د یواځې یو تن لخوا ترسره شوی دی . د طالبانو ویاند په برید کې په لسګونو تنو بهرنیو وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .
پداسې حال کې چې د کابل پولیسو ویلي دي چې څو تنو ځانمرګیو برید کوونکو په میلمستون ډله ییز برید کړی دی خو طالبانو بیا ویلي چې برید یواځې د یو تن لخوا شوی دی .
په یاد شوي برید کې د ځاني زیانونو په اړه غوڅ معلومات شتون نلري. د کابل امنیتي چارواکیو په برید کې د پنځو تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی خو ځینو نورو سرچینو بیا د وژل شوو کسانو شمیره ۷ - ۱۱ او حتا ۱۵ تنه ښودلې ده .
په کابل کې د هندوستان سفیر په برید کې د ۴ تنو هندي وګړو د وژل کیدو پخلی کړی دی . همداشان د امریکا سفارت هم د یو تن امریکايي وګړي د وژل کیدو پخلی کړی دی . د بله پلوه ویل کیږي چې پدې برید کې د ایټالیا دوو تنو وګړو هم ژوند د لاسه ورکړی دی . په پیښه کې ۵ تنه ټپیان شوي دي چې ټول افغانان دي.