طالبانو په کابل کې د بهرنیانو په یو میلمستون برید کړی
طالبانو په پلازمینه کابل کې د بهرنیانو په یو میلمستون برید کړی ، جګړه دوام لري
د افغانستان په پلازمینه کابل کې طالبانو د بهرنیانو په میلمستون برید کړی دی. د کابل امنیتي سرچینو د برید پخلی کړی او ویلي دی چې جګړه دوړام لري.
په برید کې د مرګ ژوبلې اړوند معلومات ندي ورکړ شوي . ویل کیږي برید د کابل تر ټولو په مهمې په ډیپلوماټیکې سیمې نوي ښار کې شوی دی .
د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې درې تنو ځانمرګیو برید د نوي ښار د انصاري څلور لاري او کلوله بشته د سیمې ترمنځه د پارك پالس په نامه د بهرنیانو په یو میلمستون برید کړی دی . د سیمې پولیسو ویلي دي چې په میلمستون کې ډیر د هندوستان د هیواد وګړي دننه شتون لري. همداشان داسې ښکاري چې برید کوونکو بهرني میلمانه برمته نیولي دي. په سیمه کې د ډزو غږونه نه اوریدل کیږي. پولیسو سیمه محاصره کړې ده او بهرنیو میلمنو د امنیت په خاطر يي په عملیاتو لاس ندی پورې کړی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې بريد کې ۶ بهرنيان وژل شوي او د دوو تنو بهرنيانو په ګډون ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کابل پوليسو ويلي دي چې دوه تنه بريد کوونکي وژل شوي او ودانۍ د بريد کوونکو نه پاکه شوې ده.
پوليسو د وژل شوو بهرنيانو د هويت په اړه څه ندي ويلي.