په کابل کې چاودنه وشوه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه . ویل کیږي چاودنه یو ځل بیا د دارالامان په سیمه کې شوې ده.
د کابل د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د لوی څارنوالئ تر څیرمه د پولیسو په موټر کې د مقناطیسي بم چاودنه وشوه.
د کابل امنیتي چارواکیو ویلي دي چې پدې چاودنه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودنه د یو تن جنايي پولیس په موټر کې شوې ده . چاودنه د لوی څارنوالئ تر څنګ رامنخته شوې ده .
د برید مسولیت طالبانو په غاړه واخیست. د طالبانو ویاند د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د کابل د دارالامان په سیمه کې د پولیسو په یو موټر چاودنه کړې او ګڼ شمیر پولیسو ته يی د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .
د یادولو وړ ده چې د تیرو دوو اونیو په دننه کې په یاده شوې سیمه کې دوه ځله د لوی څارنوالئ د کارمندانو د عملې په موټر ځانمرګی برید وشو. په یاده شوي سیمه کې امنیتي تدابیر د پام وړ لوړې کچې ته رسول شوي دي.
طالبانو د پسرلي د عملیاتو د پیلولو نه وروسته دوه ځله د لوی څارنوالئ په کارمندانو بریدونه وکړل.