پاکستان لومړی وزیر نواز شریف  یو لوی هیت په ملګرتیا کابل ته راغی

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د افغانستان د ولسمشر په بلنه کابل ته ورسید

270731
پاکستان لومړی وزیر نواز شریف  یو لوی هیت په ملګرتیا کابل ته راغی

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او لوی درستیز جنرال راحل شریف د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې کابل نه لیدنه وکړه .
د پاکستان د اردو ویاند جنرال عاصم سلیم باجوه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دی چې د لومړي وزیر نواز شریف سره پدې سفر کې د لوی درستیزوال جنرال راحل شریف سربیره یو زیات شمیر پوځي مشران ملګرتیا کوي.
همداشان د پاکستان د صدارت ویاند بیا ویلي دي چې د لومړي وزیر نواز شریف سره پدې سفر کې د سرتاج عزیز سربیره یو زیات شمیر نور چارواکي هم ملګرتیا کوي.
د نوموړي په وینا لومړي وزیر نواز شریف د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته سفر کړی دی .
نواز شریف به په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سربیره د اجراییوي ریس عبدالله عبدالله سره هم لیدنه وکړه.
پدې سفر کې د لومړي وزیر سره د پاکستان د استخباراتو مشر تورن جنرال رضوان اختر هم ملګرتیا کوله.
د یادولو وړ ده چې نواز شریف په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته او ولسمشر په توګه د اشرف غني د ټاکل کیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته سفر کوي .
په افغانستان کې د ولسمشرۍ د وروستیو ټاکنو او د ولسمشر په توګه د اشرف غني د ټاکل کیدو نه وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځه په اړیکو کې نوه نوې دوره پیل شوي ده. همداشان په تیرو څو میاشتو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځه په لوړه کچه تګ راتګونه هم ډیر شوي دي.
تیره اوونۍ د پاکستان پخواني ولسمشر او د خلکو د ګوند مشر اصف علي زرداري د یو ډیر لوی هیت په مشرۍ د کابل نه لیدنه وکړه. همداشان د زرداري د سفر نه یو ورځ وروسته د پاکستان د استخباراتو مشر هم کابل ته یو پټ سفر کړی وو.
د پاکستان لومړي وزیر نن په کابل کې لومړی د ولسمشر محمد اشرف غني او وروسته د اجراییوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه .
نواز شریف د ولسمشر غني سره د لیدنې نه وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. نواز شریف پدې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې پدې سفر کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې.
نواز شریف په افغانستان کې د طالبانو فعالیت او بریدونه یو ځل بیا وغندل.
نواز شریف وویل چې یو ځل بیا ژمنه کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د افغان دولت سره همکاره دي. نوموړي زیاته کړه چې موږ موږ یو سوله ییز افغانستان غواړو. موږ به په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د خپلې وسې پورې هلې وکړو.
نوموړي وویل چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی. هیڅوخت د افغانستان دښمن د پاکستان دوست کیدلی نشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه