په قندهار کې چاودنه وشوه

د قندهار په معروف ولسوالۍ کې چاودنه وشوه

270807
په قندهار کې چاودنه وشوه

د افغانستان د قندهار په ولایت کې چاودنې ۵ تنه مړه او ۳ تنه نور ټپیان کړل.
د قندهار د امنیتي چارواکیو په وینا چاودنه نن د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې په معروف ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
د امنیتي چارواکیو په وینا د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې په معروف ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په موټر په سړک کې ځای په ځای شوی ماین وچاودید.
په پیښه کې ۵ تنه مړه او ۳ تنه نور ټپیان شول. په ټپیانو کې ښځې هم شتون لري.
د یادولو وړ ده چې د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه