پر سياف د ځانمرګي بريد بريد مخه ونيول شوه.
د افغانستان د ملي امنيت د ادارې سرچينې وايي چې پر نامتو جهادي څېرې عبد الرب رسول سياف د ترهګري بريد طرحه كوونكې شبكه يې نيولې ده.
265559
ددې ادارې په خبره پاڼه كې راغلي دي چې ملي امنيت په كابل كې هغه ترهګره ډله نيولې ده چې پر عبدالرب رسول سياف باندې يې د ترهګري بريد پلان درلود.
ددې ډلې سره يو مقدار چاودېدونكي مواد، وسلې او مهمات هم نيول شوي دي. ويل كيږي چې دا ډله د پغمان د ولسوالۍ د ارغندې په سيمه كې نيول شوې ده.
په اعلاميه كې راغلي دي چې ددې بريد اصلي طراح قاري حميدالله نوميږي چې د حقاني د شبكې يو قوماندان دى. نوموړي چاودېدونكي مواد د عبدالظاهر په نامه شخص ته وركړي ول چې سيمې ته يې انتقال كړي.
په نيول شوو موادو كې د ځانمرګي درې واسكټونه هم شامل دي.