د پاکستان پخوانی ولسمشر زرداري د مل هیت سره کابل ته ورسید

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه نن کابل ته ورسید

265628
د پاکستان پخوانی ولسمشر زرداري د مل هیت سره کابل ته ورسید

د پاکستان پخوانی ولسمشر او د خلکو د ګوند مشر اصف علي زرداري د یو لوی هیت په ملګرتیا نن د افغانستان پلازمینې کابل ته سفر وکړ.
ویل کیږي زرداري به پدې سفر کې د افغان چارواکیو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسلې خبرې وکړي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تیر کال د نوامبر په میاشت کې د اسلام آباد نه د لیدنې پر مهال اصف علي زرداري ته کابل ته د راتګ بلنه ورکړې وه.
په کابل کې د افغانستان سفارت خبري رسنیو ته ویلي دي چې پخوانی ولسمشر زرداري د مل هیت سره کابل ته راورسید.
ویل کیږي په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین او یو شمیر ډیپلوماټانو د زرداري د هر کلي په مراسمو کې ګډون کړی وو.
د ویلو ده چې پدې سفر کې د زرداري سره پخوانی لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني او د پاکستان د خلکو د ګوند د مشرانو نه شیري رحمان هم ملګرتیا کوي.
د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال د جون په میاشت کې د پاکستان پښتنو مشرانو کوربه توب هم کړی وو. د روان کال د جنوري په میاشت کې د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو او عوامي نشنل ګوند مشر افراسیاب خټک افغانستان ته راغلي وو.
د بله پلوه د افغانستان خبري رسنیو ویلي دي چې د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ د پاکستان د خلکو د ګوند هیت به د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنې وکړي. پدې لیدونو کې به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستاني سیاستوالو په اغیزو او د دوو هیوادونو ترمنځه په پولو کې د امنیت او استقرار په مسلو خبرې وشي.
همداشان د پاکستاني مشرانو او سیاستوالو سره په لیدونو کې په نوموړي هیواد کې د افغان کډوالو په ستونزې هم خبرې کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه