د فرخندې د وژلو په تړاو ۴ تنه د مرګ په سزا محکوم شول

په کابل کې ابتدایه محکمې د فرخندې د وژلو په تړاو ۴ تنه د اعدام په سزا محکوم کړل

263346
د فرخندې د وژلو په تړاو ۴ تنه د مرګ په سزا محکوم شول

په افغانستان کې ابتدایه محکمې د فرخندې د وژلو په تړاو څلور تنو ته د مرګ سزا واوروله.
د یادولو وړ ده چې د ابتدایه محکمې قاضي صفي الله مجددي نن د فرخندې د وژلو په تړاو خپله وروستۍ فیصله واروله. قاضي د فرخندې د وژلو په تړاو ۴ تنه د اعدام په سزا او ۸ تنه نور د ۱۶ کلونو په بند محکوم کړل.
د یادولو وړ ده چې د روان کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان په پلازمینه کابل کې په ډیره بې رحمانه ډول د وژل شوې فرخندې د وژلو په تړاو ۴۹ تنه نیول شوي او محکمې ته معرفي شوي وو.
په نوموړو ۴۹ تنو کې ۱۹ تنه يي پولیس دي. همداشان قاضي ویلي دي چې د پاتو کسانو په اړه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ پریکړه وشي.
فرخنده د مارچ په ۱۹ نیټه د قران کریم د سوځولو په بهانه په کابل کې په ډیره بې رحمانه ټوګه په وهلو وهلو ووژل شوه او وروسته وسوځول شوه.
دې پیښې په ټوله نړۍ کې غبرګونونه وپارول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه