غني: د وسپنې او مسو په توليد كې به د نړۍ لومړى مقام خپل كړو.

ولسمشر محمد اشرف غني په هندوستان كې د خپل سفر په دويمه ورځ د هندي سوداګرو او پانګه والو په يوې غونډه كې وينا واوروله.

255061
غني: د وسپنې او مسو په توليد كې به د نړۍ لومړى مقام خپل كړو.

ولسمشر غني هندي سوداګرو ته په افغانستان كې د پانګې اچوونې وړانديز وكړي. ولسمشر څرګنده كړه چې په راتلونكو ۱۵ كلونو كې به افغانستان د نړۍ په سطحه د مسو او وسپنې د توليد په برخه كې لومړى مقام خپل كړي. نوموړي همداراز د افغانستان د كانونو نه د ملي شتمنيو په توګه يادونه وكړه او څرګنده يې كړه چې اوسمهال د افغانستان غرونه د نړۍ د ۱۷ كميابه عناصرو نه تر د ۱۴  كميابه كيمياوي عناصرو كانونه لري چې په نړۍ كې يې سارى نشته دى.
اشرف غني د هندي پانګه والو غوښتنه وكړه چې په ځانګړي توګه دې د تركمنستان د ګازو نه په ګټې اخيستلو سره د كيمياوي موادو د فابريكو په جوړولو كې دې پانګه اچوونه وكړي. نوموړي همداراز په افغانستان كې د پانګوونې د فرصتونو په اړه وويل چې كه چېرې هندي پانګه وال دا فرصت له لاسه وركړي نو كيداى شي چې نور يې ترلاسه كړي.
د نوموړي په وينا په افغانستان كې د كانونو ټوليز ارزښت شاوخوا ۱۰۰۰ ميليارده ډالره دى. ددې سره سره هېواد د نړۍ د بېوزلو هېوادونو نه شمېرل كيږي.
د امريكا د متحدو ايالتونو د جيولوجيكي ادارې د يوې سروې له مخې په افغانستان كې ۶۰ ميليونه ټنه د مسو كانونه، ۲،۲ ميليارده ټنه د وسپنې كانونه او ۱،۴ ميلونه ټنه د كميابه ارزښتناكه كانونو زېرمې لري.
په ۲۰۱۰ كال كې د امريكا د متحدو ايالتونو ادارې د افغانستان د كانونو ټول ارزښت ۹۰۸ ميليارده ډالره ښودلى وو. دا پداسې حال كې ده چې افغان چارواكي بيا وايي چې دا شمېره ۳۰۰۰ ميليارده ډالره ده.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه