دوستم او ورسره مل پلاوى تركيې ته را ورسېد.

د افغانستان د ولسمشر لومړى مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم او ورسره مل پلاوى په استانبول كې د سولې په نړيوالې سرمشريزه كې د ګډون په موخه تېره شپه تركيې ته را ورسېد.

247098

ټاكل شوې ده چې سبا ته به په استانبول كې د چنا كلا د جګړې د سلمې كليزې د لمانځلو په موخه د `سولې` نړيواله سرمشريزه جوړه. پدې سرمشريزه كې به ۸۱ هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواكي ګډون وكړي.
په سرمشريزه كې د افغانستان په استازيتوب د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم او نور افغان چارواكي ګډون كوي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه