په مزارشریف کې د یوې بلې ستر فاجعې مخه ونیول شوه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په مزار شریف کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی چې د یو بل قتل عام تکل يي درلود لاس په لاس ونیو

236809
په مزارشریف کې د یوې بلې ستر فاجعې مخه ونیول شوه

د افغانستان په شمال کې د مزار شریف په ولایت کې د یو بل قتل عام مخه ونیول شوه.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د بلخ په ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی د برید نه لږه شیبه مخکې ونیو.
د مزار شریف د والي ویاند منیر فرهاد خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ملي امنیت منسوبینو یو تن ځانمرګی برید کوونکی چې په مزار شریف کې د یو لوی ځانمرګي برید پلان درلود د چاودیدونکو توکو سره یو ځای لاس په لاس ونیو.
فرهاد ویلي دي چې نیول شوی کس اختر محمد نومیږي او ۲۰ کاله عمر لري چې د مزار شریف په دریمه ناحیه کې ونیول شو.
ویل کیږي نیول شوی برید کوونکی د غزني د ولایت اوسیدونکی دی او په پاکستان کې د ځانمرګیو بریدونو د زده کړې نه وروسته د ځانمرګي برید په خاطر مزارشریف ته راستول شوی وو.
د بله پلوه د مزار شریف لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوی د والي مرستیال په کابل کې ونیول شو. ویل کیږي نوموړي د پاکستان د کوټې ښار ته د سفر پلان درلود چې په کابل کې ونیول شو.
د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ طالبانو په مزار شریف کې د څارنوالۍ په ریاست ډله ییز بریدونه وکړل چې له امله يي ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.


پيوندونه:

اړوند خبرونه