د پروان ولایت د سیاه ګرډ په ولسوالۍ کې زوروره چاودنه وشوه

د افغانستان په شمال کې د پروان ولایت د سیاه ګرډ ولسوالۍ د غوربند درې په سیمه کې زوروره چاودنه وشوه.

233514
د پروان ولایت د سیاه ګرډ په ولسوالۍ کې زوروره چاودنه وشوه

د افغانستان په شمال کې د پروان ولایت د سیاه ګرد په سیمه کې زوروره چاودنه وشوه.
د پروان ولایت د سیاه ګرد د ولسوالۍ ولسوال سید صدیقي خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده. نوموړي ویلي دي چې چاودنه په یو لاسي ګاډي کې چې چاودیدونکي توکي پکې ځای په ځای شوي وو رامنځته شوې ده .
نوموړي وویل چې پیښه نن د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه . په چاودنه کې ۴ تنه سرتیري او ۷ تنه هم ملکي وګړي ټپیان شوي دي .
د صدیقي په وینا د پیښې ټپیان د ولسوالۍ په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي. همداشان یو شمیر ټپیان چې روغتیايي حالت يي باریکه وو د پروان ولایت روغتونونو ته استول شوي دي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی . د یادولو وړ ده چې د پسرلي د رارسیدو سره سم طالبانو بریدونو ته زور ورته کړی دی .
تیره ورځ په کابل ، جلال آباد او غزني کې جلا جلا چاودنې او بریدونه وشول چې په لسګونو تنو ته يي مرګ ژوبله واړوله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه