په غزني کې د مساپرو په موټر چاودنه وشوه
د غرني د قره باغ په ولسوالۍ کې د مساپرو په موټر چاودنه وشوه
232856
د افغانستان د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې د مساپرو په موټر د سړک د غاړې د ماین د چاودنې له امله ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پیښه نن د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
په پیښه کې یو شمیر مساپر ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت مرستیال احمد علي خبري رسنیو ته ویلي دي چې په پیښه کې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي. په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .
د یادولو وړ ده چې نن د سهار په ساعتونو کې په جلال آباد کې هم د ناټو د ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۴ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.