په خوست کې چاودنې لس تنه ټپیان کړل

د افغانستان د خوست ولایت په مرکز کې زوروره چاودنه وشوه چې له امله يي ۱۰ تنه ټپیان شوي دي

232066
په خوست کې چاودنې لس تنه ټپیان کړل

د افغانستان د خوست په ولایت کې زوروره چاودنه وشوه چې له امله يي لږ تر لږه ۱۰ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي .
د خوست د امنیې قومندان جنرال فضل الله غیرت خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د خوست په مرکز متون کې د یو درملتون په مخکې شوې ده . نوموړي په وینا چاودیدونکي توکي په یو بایسکل کې ځای په ځای شوي وو.
د غیرت په وینا پدې چاودنه کې د درملتون د خاوند په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
غیرت ویلي دي چې چاودنه ډیره زوروره وه چې په سیمه کې د ډیری کورونو او هټۍ ګانو هیندارې ماتې کړي دي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د بله پلوه ویل کیږي چې د درملتون خاوند شخصي دښمني لري او کیدای شي چې دا برید هم د نوموړي د دښمنانو لخوا شوی وي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه