طالبانو مشر ملا عمر د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته تیاري ښودلې

د امریکا د NBC خبري رسنۍ د یو جګپوړي طالب چارواکي له قوله لیکلي دي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته تیاري ښودلې

225547
طالبانو مشر ملا عمر د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته تیاري ښودلې

د امریکا د NBC خبري اژانس نن په خپره کړې یوه مقاله کې ویلي دي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د افغانستان د حکومت سره د سولې په مذاکراتو کې دخیل دی.
یاد شوي خبري اژانس د طالبانو د یو جګپوړي چارواکي چې د نوم د اخیستو نه ډډه کړې له قوله ویلي دي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر خپل مرستیال ملا اختر محمد منصور د افغانستان د حکومت سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې استازی ټاکلی دی او هغه ته يي پدې برخه کې پوره صلاحیت ورکړی دی .
یاد شوي خبري اژانس ویلي دي چې د څه باندې یوې لسیزې جګړې نه وروسته یو زیات شمیر طالب جنګیالي د جګړې نه ستړي شوي دي او یوې مناسبې حل لارې ملاتړ کوي.
امریکايي رسنۍ د طالب مشر له قوله لیکلي دي چې دا پرمختګ د څو اونیو راهیسې رامنځته شوې دی. نوموړي ویلي دي چې هر څه تیار دي او یوه ډله د کابل او واشنګټن سره د سولې خبرو په خاطر ټاکل شوې ده .
امریکايي رسنۍ ویلي دي چې د سولې مذاکرات به د افغانستان د ولسمشر اشرف غني، اجراییوي ریس عبدالله عبدالله ، د پاکستان لوی درستیزوال راحل شریف، چین ، امریکا او طالبانو د استازو ترمنځه وشي.
دا لومړی ځل دی چې طالبانو مشر ملا محمد عمر په مخامخ ډول سره د افغانستان د حکومت سره د سولې خبرو اترو ته غاړه ږدي. طالبانو ددینه وړاندې د کرزي په دوره کې تل د افغان حکومت سره د سولې خبرې ردولې او ویلې چې افغان حکومت د سولې په برخه کې کوم صلاحیت نلري چې د همدې امله دوی نه غواړي چې ورسره خبرې وکړي.
طالبانو ددینه وړاندې د امریکا سره د سولې د خبرو لپاره تیاري ښودلې وه. د بله پلوه پدې وروستیو کې پاکستان او چین هم د سولې د مذاکراتو د کوربه توب په خاطر لیوالتیاوې څرګندې کړي دي.
یو څه موده وړانډې د افغانستان اجراییوي ریس عبدالله عبدالله ویلي وو چې ډیر نږدې کې به د طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي خو څو میاشتې تیرې شوې پدې اړه کوم پرمختګ ترسترګو نشو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه