د بغلان ولایت په مرکز کې خونړۍ چاودنه وشوه
د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د ملي اردو د کتار د تیریدو پر مهال زوروره چاودنه وشوه
225612
د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د ملي اردو د کتار د تیریدو پر مهال زوروره چاودنه وشوه. د بغلان د امینې قومندان جنرال امین الله امر خیل خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن خالي د مازیګر په ناوخته ساعتونو کې په پلخمري کې د ملي اردو د کتار د تیریدو پر مهال زوروره خونړۍ چاودنه وشوه.
امرخیل ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې ۴ تنه ملکي وګړي مړه او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي .
امرخیل په پیښه کې ملي اردو ته د ځاني زیانونو د اوښتو او یا نه اوښتو په اړه څه ندي ویلي .
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د یادولو وړ ده چې نن د سهار په ساعتونو کې د افغانستان په شمال کې د قندوز په ولایت کې هم د پولیسو د مرکز تر څیرمه چاودنه وشوه چې د یو تن پولیس په ګډون ۱۰ تنه يي ټپیان کړل.