په هلمند كې چاودنه

د هلمند ولايت په مركز لشكرګاه كې په چاودېدونكو موادو بار د يو موټر د چاودنې په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول او ۲۱ تنه نور ټپيان شول.

270132
په هلمند كې چاودنه

دا چاودنه د ولايت مقام ته نږدې د سيكا په نامه د يوې بهرنۍ موسسې تر څنګ شوې ده.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د معلوماتو په اساس په چاودنه كې وژل شوي او ټپي شوي كسان ټول ملكي وګړي دي.
داسې رپوټونه شته دى چې په بريد كې د هلمند د ولايت وياند محمد عمر ژواك هم ټپي شوى وي خو تر اوسه پورې دا خبر تاييد شوى نه دى.
دا پداسې حال كې ده چې پرون د همدې ولايت د نادعلي په ولسوالۍ كې يو ځانمرګى بريد كوونكى د بريد وړاندې ووژل شو. سربېره پر دې په يو بل بريد كې چې د پوليسو امنيتي پوستې ته څېرمه ترسره شو دوه پوليس او دوه تنه ملكي وګړي ووژل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه