د ملكي وګړو د تښتوونې تازه پېښه
په غزني كې ۱۰ تنه ملكيان د وسله والو لخوا وتښتول شول.
264330
د غزني ولايت د امنيتي چارواكو د وينا په اساس لس تنه افغانان چې ددې ولايت د جاغوري د ولسوالۍ نه د مركز پر لور روان ول د وسله والو لخوا پر لار د موټر نه ښكته كړاى شول او نا معلوم ځاى ته انتقال شول.
څه موده وړاندې هم شاوخوا ۳۰ تنه هزاره توكمي افغانان د زابل په ولايت كې د وسله والو لخوا تښتول شوي ول چې تر اوسه پورې يې په اړه معلومات نشته دى. دې پېښې په هېواد كې د يو زيات شمېر كسانو اندېښنه راپارولې وه.
تر اوسه پورې د پېښې په اړه نور جزييات نشته دى.