د طالبانو سره د سولې خبرې په كابل كې پيليږي.

د سولې د خبرو اترو لپاره د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ځانګړي استازي قاري دين محمد د اناتوليا خبري آژانس ته وويل چې طالبانو د افغان ولسمشر اشرف غني د حكومت سره خبرو اترو ته تيار دي.

243043
د طالبانو سره د سولې خبرې په كابل كې پيليږي.

دين محمد څرګنده كړه چې `` موږ د افغانستان د ادارې سره په كابل كې خبرو اترو ته تيار يو. ټاكل شوې ده چې دا خبرې به په راتلونكې اونۍ كې په كابل كې پيل شي.
قاري دين محمد چې په قطر كې د طالبانو د خبرو اترو د پلاوي مشري هم په غاړه لري د ملا محمد عمر ځانګړى استازى بلل كيږي. نوموړى دوه ورځې وړاندې اسلام آباد ته لاړ او هلته يې د پاكستاني چارواكو سره د مذاكراتو په اړه پټې خبرې اترې وكړې. دين محمد د اناتوليا د آژانس خبريال ته د ټېلفون پر كرښه د افغان حكومت سره د خبرو اترو پخلى وكړ او څرګنده يې كړه چې په راتلونكې اونۍ كې به د طالبانو يو پلاوى كابل ته لاړ شي تر څو د محمد اشرف غني په مشرۍ د حكومتي چارواكو سره د سولې خبرې اترې پيل كړي. دين محمد د خبرو اترو د جزيياتو په اړه څه ونه ويل خو څرګنده يې كړه چې ``پدې اړه د طالبانو د رهبري شورا د مشرانو ترمېنځ سلا مشورې روانې دي. دا چې په پلاوي كې به څوك ګډون وكړي د ملا محمد عمر لخوا به يې نومونه اعلان شي.``
د بله پلوه د پاكستان د لومړي وزير د ملي امنيت سلا كار سرتاج عزيز هم د اناتوليا اژانس ته څرګنده كړه چې په افغانستان كې د سياسي حل لارې لپاره په اسلام آباد كې هم پټې خبرې روانې دي. نوموړي وويل چې `` پاكستان په افغانستان كې د سياسي حل لارې په برخه كې يواځې مرستندويه رول لري. تر دې پرته موږ نور رول نه لرو. اوسمهال دا بهير محرم دى.``
عزيز همداراز څرګنده كړه چې د اشرف غني حكومت بايد افغان طالبان د سياسي ځواك په توګه وپېژني. نوموړي زياته كړه چې `` طالبان د څو كلونو راهيسې د افغان حكومت سره جګړه كوي. فكر كوم چې هغوى هم ستړي دي. `افغان` حكومت كولاى شي چې هغوى ته هم برخه وركړي. يعنى د يو څو ولايتونو د مقامونو د دندو په څېر چوكۍ وركول امكان لري.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه