د کابل قندهار په لویه لاره ۳۰ تنه مساپر وتښتول شول.

پرون د مازیګر په ساعتونو کې د کابل قندهار په لویه لاره د زابل ولایت د شاه جوی د ولسوالۍ په مربوطاتو کې نامعلومو کسانو ۳۰۳ ډوله مساپروړنکی بس موټر د درولو نه وروسته ۳۰ تنه مساپر وتښتول.

230000
د کابل قندهار په لویه لاره ۳۰ تنه مساپر وتښتول شول.

 د کابل قندهار په لویه لاره ۳۰ تنه مساپر وتښتول شول.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پرون د مازیګر په ساعتونو کې د کابل قندهار په لویه لاره د زابل ولایت د شاه جوی د ولسوالۍ په مربوطاتو کې نامعلومو کسانو ۳۰۳ ډوله مساپروړنکی بس موټر د درولو نه وروسته ۳۰ تنه مساپر  وتښتول.
د شاه جوی ولسوال عبدالخالق ایوبي د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې د نوموړو ۳۰ تنو مساپرو د ژغورنې په خاطر عملیات پیل شوي دي .
د نوموړو ۳۰ تنو مساپرو د تښتونې مسولیت هیچا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د طالبانو لخوا تښتول شوي وي.
طالبانو ددینه وړاندې هم په کراتو مراتو د کابل قندهار په لویه لاره مساپر تښتولي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه