ملګري ملتونه: افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۲ سلنه لوړه شوې

ملګروملتونو په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ځاني زیانونو اړوند جوړ کړی راپور خپور کړ.

221588
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۲ سلنه لوړه شوې

ملګروملتونو په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ځاني زیانونو اړوند جوړ کړی راپور خپور کړ.
پدې راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې په نښتو او ترهګریزو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې کچه د تیر کال په پرتله ۲۲ سلنه لوړه شوې ده.
د راپور له مخې په ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې ۳۶۹۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۶۸۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې دا رقم د ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ټولو لوړ رقم دی.
په راپور کې ویل شوي دي چې ډیری ملکي وګړي د سړک د غاړو د بمونو په چاودنو او د ښکیلو خواوو ترمنځه په جګړه کې وژل شوي دي .
په راپور کې راغلي دي چې ۷۲ سلنه ملکي وګړي د طالبانو، ۱۴ سلنه د افغان ځواکونو او ۲ سلنه د نړۍوالو ځواکونو په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي .
همداشان په راپور کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې شاوخوا ۵ زرو تنو افغان ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی .
همداراز نړۍوالو ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۴ کال د د سمبر تر ۳۱ نیټې څه باندې ۳۵۰۰ تنه سرتیري د لاسه ورکړي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه