د تركيې د تحصيلي بورسونو په اړه ځانګړې مركه

د ۲۰۱۲ كال راهيسې تركيه هر كال د نړۍ ټولو هېوادونو ته شاوخوا ۵۰۰۰ تحصيلي بورسونه وركوي. د دې بورسونو زياتره برخه د لېسانس د پروګرامونو لپاره ده جلا شوې ده. ددې تر څنګ د ماسټرۍ او دوكتورا د پروګرامونو لپاره هم تحصيلي بورسونه وركول كيږي.

222275
د تركيې د تحصيلي بورسونو په اړه ځانګړې مركه

د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره هېڅ ډول آزموينه نه اخيستل كيږي. نوم ليكنه يواځې د انټرنېټ له لارې په آنلاين ډول كيږي. د بورس لپاره وړ كسان د نوم ليكنې پرمهال د پوښتونو د ځواكونو او بيا د انټرويو له لارې ټاكل كيږي. يواځې په ۲۰۱۴ كال كې د تركيې بورسونو ته د ټولې نړۍ نه شاوخوا ۸۲ زره كسانو نوم ليكنه كړې وه چې يواځې ۵۰۰۰ زره تنه يې ومنل شول.
ددې امله د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير خورا ډېر اهميت لري. د تركيې تحصيلي بورسونو ته په سمه او مناسبه توګه مراجعه كول او د نوم ليكنې پرمهال ټولو پوښتنو ته مناسب ځواب وركول د نوم ليكونكو د بريا اصلي لامل دى.
پداسې حال كې چې د ۲۰۱۵ كال لپاره د تركيې د تحصيلي بورسونو نوم ليكنې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي د تركيې غږ راډيو ددې بورسونو د معرفي كولو، د نوم ليكنې او انټرويو د بهير او همداراز د نوم ليكنې پرمهال د مهمو ټكو په اړه هر اړخيز معلومات خپروي.
پدې اړه مو په تركيه كې د تحصيلي بورسونو د ادارې د نړيوالو زده كوونكو د برخې د مشر سردار ګوندوغان سره په زړه پورې مركه كړې ده چې دا دى لومړى برخه به يې له تاسې سره شريكه كړو.
پوښتنه: د بهرنيو زده كوونكو لپاره د تركيې د تحصيلي بورسونو محتوا څه ده او څه وخت پيل شوي دي؟
ځواب: د بهرنيو زده كوونكو لپاره د تركيې د تحصيلي بورسونو بهير په ۱۹۹۲ كال كې پيل شوى دى. دا بهير د وخت د شرايطو سره سم په منځنۍ اسيا كې د پخواني شوروي اتحاد د غړو جمهوريتونو د زده كوونكو لپاره پيل شوى وو. بهرني زده كوونكي د بېلابېلو آزموينو په پايله كې تركيې ته راتلل او لوړې زده كړې يې ترسره كولې. په ۲۰۰۰مو كلونو كې د تركيې د چټك اقتصادي پرمختګ او سياسي فعاليت سره جوښت د بهرنيو زده كوونكو لپاره د تركيې د تحصيلي بورسونو پروګرام هم پراختيا وموندله. په ۲۰۱۰ كال كې د تحصيلي بورسونو په برخه كې د شل كلنې تجربې په پايله كې د بهرنيو زده كوونكو لپاره ځانګړې اداره جوړه شوه. دې ادارې په ۲۰۱۲ كې د يو ځانګړي سيستم په جوړولو سره د آزموينې پر ځاى، په آنلاين ډول د نوم ليكنې او انټرويو بهير پيل كړ. دا بهير د ځانګړي مسلكي ټيم په واسطه كنتروليږي. د ۱۹۹۲ نه تر ۲۰۱۴ كاله پورې تركيې شاوخوا ۵۱ زره ۶۰۰ تنو بهرنيو زده كوونكو ته بورسونو ته وركول شوي دي. اوسمهال د ۱۵۰ هېوادونو نه ۱۵ زره زده كوونكي په تركيه كې په لوړو زده كړو بوخت دي.
پوښتنه: په ۲۰۱۵ كال كې څو تنو بهرنيو زده كوونكو بورسونه وركول كيږي؟
ځواب: د تركيې د لوړو زده كړو په مؤسساتو كې د شتو امكاناتو په نظر كې نيولو سره د لوړو زده كړو د شورا لخوا د ۲۰۱۵ كال په اوږدو كې د ټولې نړۍ نه د څه باندې ۵۰۰۰ زده كوونكو لپاره بورسونه وركول كيږي. دا بورسونه د لېسانس د پروګرام نه نيولې د ماسټرۍ، دوكتورا، علمي څېړنو او تخصص د پروګرامونو لپاره وركول كيږي.
پوښتنه: آيا د ۵۰۰۰ بورسونو ترمېنځ افغانستان كومه ځانګړې سهميه لري؟
ځواب: دا بورسونه د نړۍ ټولو هېوادونو ته وركول كيږي. د افغانستان په ګډون هېڅ يو هېواد ځانګړې سهميه نه لري. د هېوادونو په كچه د نوم ليكونكو د شمېرې او كيفيت په اساس هر كال وړكړل شوې سهميه ټاكل كيږي. د نوم ليكنې پر مهال د برياليو زده كووونكو شمېره چې څومره زياته وي په هماغه اندازه سهميه وركول كيږي. د بېلګې په ډول د X د هېواد نه د نوم ليكونكو د كيفيت په اساس كيداى شي لس تنه ومنل شي او يا هم كيداى شي چې هېڅوك ونه منل شي.

 يادونه: مرکې دويمه برخه د نوم ليكنې د بهير په اړه ده چې سبا ته به خپره شي. 

د بورسونو په اړه نور معلومات د اړوندو خبرونو په برخه كې وګورئ 


پيوندونه:

اړوند خبرونه